د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د بل پړاو له پاره خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د بل پړاو له پاره خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد پرون د روسیې سپوتنیکس خبری آژانس ته په مرکه کې کړې دی.
نوموړی ویلی، په دې پرېکړه شوې، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د طرحې برابرولو له پاره به د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ د جنورۍ د میاشتې په لومړیو ورځو کې غونډه وشی.
ازاد وایی، د افغانستان او پاکستان د موافقې پر اساس د سولې خبرې به له هغو طالبانو سره وشی چې خبرواترو ته لېوالتیا لری خو د هغو طالبانو خلاف، چې نه غواړی خبرې وکړی، په ګډه مبارزه کېږی.
باید وویل شی، چې تېره ورځ د افغان اجرائیه ریاست مرسیتال ویاند هم ویلی و، چې کابل ته د راحیل شریف تر سفر وروسته دا ټاکل شوې، چې د څلور اړخیزه کمېټې غونډه به په کابل کې تر سره شی.